IQNA

    پاکستان سبا د اسلامي ایران د ولسمشر کوربه دی،هرکله راشه

14:57 - April 21, 2024
د خبر لمبر: 3489081
ایکنا - د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي به په دغه سفر کې د پاکستان له ولسمشر آصف زرداری او له لومړي وزیر شهباز شریف سره لیده کاته وکړي او  د له دغه هیواد سره به یو شمیر موافقې او د یاددښت تفاهمونه هم لاسلیک شي.

ایکنانیوز  راپور راکړی ډيپلوماټیکو سرچینو وویل چې د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سبا پاکستان ته ورځي.

د ایران ولسمشر به پاکستان ته ددغه سفر  په دوام کښې اسلام اباد ، لاهور او کراچۍ ته هم لاړ شي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي به د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره هم کتنه وکړي او  د پاکستان لومړی وزیر به د ایران ولسمشر او ورسره پلاوي ته غرمنۍ ډوډۍ هم ورکړي

د پاکستان د مشرانو جرګې سینا مشر ، د قومي اسمبلۍ مشر او وزیران به هم د ایران له ولسمشر رئیسي سره کتنې وکړي.

داپه داسې حال کې دي چې خبری  او ټولنیز چینلونه  پاکستان ته د ایران د ولمسشر  دغه سفر ته ډير اهمیّت ورکوي  او داښئ چې د ایران د اسلامی جمهوریت په بهرني سیاست کې  له ګاونډیانو سره د ښو  اړیکو باب کې  به یوه بله پاڼه هم ورزیاته شي .

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي به په سه شنبې ورځ لاهور ته لاړ شي او هلته به د  پنجاب صوبې له اعلی  وزیرې میرمن میریم نواز او ګورنر بلیغ الرحمان سره کتنې وکړي او د علامه اقبال  په مزار به فاتحه هم ولولي ..

د ایران ولسمشر به په سې شنبې ورځ کراچۍ ته لاړ شي او هلته به د سیند صوبې له اعلی وزیر او ګورنر سره کتنې وکړي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي به بیا کراچۍ ته لاړشي   او  په کراچۍ کښې به پر لیدو کتو سربیره د پاکستان د خدای بخښلی  بنسټګر   قائد اعظم محمد علي جناح مزار ته هم ورشي.

captcha